د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټیوټ پنځلسمه ناسته وشوه.

د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC) پنځلسمه عمومي ناسته د کرونا ناروغۍ د مخنیوي د تګلارې له مخې په انلاین بڼه ترسره شوه. انسا اداره چې د دغه انسټیټوټ غړيتوب لري، په استازولۍ یې د دې ادارې مرستیال په کې ګډون وکړ.
په دغه ناسته کې د راتلونکي یو کال پر عمومي پالیسیو، بودجوي پلان او سټراتیژیک پلان بحث وشو. د دې ترڅنک د (۲۰۲۱ ز) کال بودجه او د راتلونکي کلونو د غړیتوب حق تصویب شو.