د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه
د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او غړو به ګډون سره د ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
پدې غونډه د سایټونو او ودانیو د فاضله اوبو د لېږد د تجهیزاتو د سټنډرډ د مسودې په ۱ برخه: د فاضله اوبو د لیږد په تجهیزاتو او ورته موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشوه.
ددې سټنډرډ له جوړونې څخه موخه، د فاضله اوبو د لیږد د تجهیزاتو کارول په ودانیو او سایټونو کې دی چې فاضله اوبه بیرته ودانیو ته رانشي.