دوه ورځنی سيمنار د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه په آنلاین ډول په لار واچول شو

org_admin
Sat, Oct 26 2024 9:19 AM
دوه ورځنی سيمنار د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه په آنلاین ډول په لار واچول شو

دا روزنیزه برنامه چې د نساجي د سټنډرډ کولو او مارکیټ ته د لاسرسي تر عنوان لاندې د چین هېواد له لوري جوړه شوې وه، پکې د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف ددې برنامې په جوړولو خوښي څرګنده کړه او تر بحث لاندې موضوع یې مهمه وګڼله.

نوموړی همدارنګه د داسې لا زیاتو روزنیزو برنامو غوښتونکی شو.

په پیل کې د نړیوالو همکاریو او د چین د څېړنو د پرمختیا مرکز مشرې آغلې شو جین برنامه پیل کړه.

دا روزنيزه برنامه د چین د سټنډرډ کولو د مطالعې د بهیر پرمختيا، د چین د نساجي سټنډرډ پېژندنه، د چین په هېواد کې د نساجي سټنډرډ تطبیق او د ازمايښت کړنلارې اړوند ترتیب شوې وه. چې د چین هېواد د سټنډرډ ادارې د کارپوهانو له لوري روزنه ورکړل شوه.

Latest news

Wed, Jul 03 2024 10:52 AM
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او د غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د ډبرو د سکارو د. . .

BACK TO NEWS

دوه ورځنی سيمنار د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه په آنلاین ډول په لار واچول شو