د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

org_admin
Tue, Oct 08 2024 1:47 PM
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د ازبکستان سټنډرډ ادارې رئيس ښاغلی جمعانزاروف اکمل او د دواړو ادارو د اړوندو برخو مسؤلیونو ګډون درلود.

ددې غونډې په لړ کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: په معیار برابر واردات د ملي سټنډرډونو سره سم زموږ او زموږ د هېواد غوښتنه ده او پدې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: موږ باید پوره همغږي او همکاري ولرو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات د سټنډرډونو په اساس ترسره او سالمه سوداګرۍ وکړو.

دا غونډه د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د اړیکو د ښوالي، د سټنډرډ جوړونې، د مطابقت ارزونې، کیفي تصدیق پاڼو او مترولوژي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره جوړه شوې وه.

همدارنګه د دواړو سټنډرډ ادارو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک وروستی شو، چې د دپلوماتيکو چینلونو له لارې به لاسلیک شي.

په پای کې د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ژمنه وکړه، چې د کیفي تصدیق پاڼو په برخه کې به د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د ازبکستان هېواد په ترمذ ښار کې روزنه ورکړي.

Latest news

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه