د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو تخنیکي بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

org_admin
Tue, Oct 01 2024 2:27 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو تخنیکي بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د څلورم بست لپاره د ودانیزو څېړنو کارپوه او د نفتي توکو له سټنډرډونو څخه د تطبیق څارنې کارپوه بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه، دا ازموینه د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو امر مفتي فضل الرحمن منصور، د څېړونو امر هارون باوري د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د استازي او د بشري سرچینو د مسؤلینو په ګډون سره پای ته ورسیده.

پدې آزموینه کې د یاد بست لپاره په لسهاوو تنو په شرایط برابرو کسانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، چې له نېکه مرغه د کارغوښتونکو د شارټ لیسټ کولو پروسه او آزموینه په کره او عادلانه ډول خلاصه شوه.

سټنډرډ ملي اداره ددې ادارې د جوړښت لپاره مسلکي او په کارپوه کسانو ګمارلو ته ژمنه ده او د وړ کسانو ګمارنه د ازادې سیالۍ له لارې تشو بستونو ته دوام لري.

Latest news

Sat, Jun 21 2025 12:30 PM
Background image

Extraordinary Session of the High Council of Standards Held; 57 Standards and Testing Methods Related to Petroleum Products Approved

24 Dhul-Hijjah 1446 AH

Today, an extraordinary session of the High Council of Standards was held under the chairmanship of H.E. Hajji Mullah Abdul Ghani Baradar, Economic Deputy of the. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو تخنیکي بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه