د طبي وسایلو د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

org_admin
Thu, Sep 19 2024 9:54 AM
د طبي وسایلو د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

١٤٤٦ ربیع الأول ١٥               
د درملو او سینګاريزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو اړوند د تخنیکي کميټې غونډه ددې کميټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.                
پدې غونډه کې د هغو سرنجونو اړوند چې له مخکې ډک شوې دي-  د موضعي کارتریجونو لپاره د ښیښي سلنډرونو - دویمه برخه، د غاښونو د طب لپاره د ترزیق وسایلو کارول،  په یوه نقطه کې پرې کولو (OPC) امپولونو -دویمه برخه او داسې نور موضوعات په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
سرنجونه یو له هغو زیاتو کاریدونکو طبي وسایلو څخه دي، چې خورا ډېر مصرفیږي او کله چې یې له ستنې څخه کار اخیستل کیږي باید د تزریق ساحه له هر ډول التهاب او ناپاکي څخه پاکه وي، تر څو ناروغ له درد او عوارضو څخه خوندي شي.

Latest news

Wed, Jul 03 2024 10:52 AM
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او د غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د ډبرو د سکارو د. . .

BACK TO NEWS

د طبي وسایلو د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه