په سټنډرډ ملي اداره کې د ودانیزو توکو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

org_admin
Tue, Sep 10 2024 2:36 PM
په سټنډرډ ملي اداره کې د ودانیزو توکو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د خټینې خښتې سټنډرډ او د هغه د آزمایښت کړنلاره تایید شوه او په کانکریټ کې د زیاتېدونکو کیمیاوي توکو د ځانګړنو ستنډرډ او د هغه د آزمایښت په کړنلارو هم بحث او نظرونو تبادله وشوه.

د ودانیز توکو سټنډرډونه د ځانګړنو، لارښوونو او فني او مسلکي کړنلارو ټولګه ده، چې معماران او انجینران باید هغه د جوړولو او ودانولو په برخه کې تعیقب کړي څو هم ودانۍ امنې او پايښت ولري او هم د طبیعي پېښو پر وړاندې ځواکمنې وي.

Latest news

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د ودانیزو توکو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه