د سټنډرډ ملي ادارې د خالي بستونو رقابتي آزموینه په شفاف ډول واخیستل شوه!
د سټنډرډ ملي ادارې د ځينو خالي بستونو آزموينه د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف (قانت)، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون استازو او د ددې ادارې د بشري سرچينو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
ددې بستونو د آزموينې په پروسه کې چې پکې د کيمياوي او پلاستیک مختصص، د ساختماني څېړنو کارپوه، د چرم او نساجي کارپوه بستونه و، د لسګونو تنو کار غوښتونکو په آزموینې سره پای ته ورسېده.