سټنډرډ ملي ادارې په فراه میل 78 بندر کې (14) ټانکره تیل چې کیفیت یې ټیټ و، بیرته وګرځول
په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.
د سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې لپاره د سالم چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه هڅه کوي چې د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.