د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د بلخ ولایت په بازارونو کې د سیخانو د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړی دی. دغه بهیر د افغانستان د اوسپنې او فولادو د تولید د فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنیکي ټیم له خوا د مزارشریف ښار په ځینو برخو کې روان دی.
دا پروسه چې په هېواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پیل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کیږي. د سټنډرډ ملي ادارې رهبري په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کوي چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.