الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومی رئیس د ترکمنستان له سفیر اویزوف سره ولیدل

Moasaq_admin
Sat, Oct 22 2022 1:48 PM
الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومی رئیس د ترکمنستان له سفیر اویزوف سره ولیدل

۱۴۴۴هـ . ق ۲۳ ربیع الاول

الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس خپل کاري دفتر کې د ښاغلي اویزوف د ترکمستان سفیر سره وکتل . په دې غونډه کې د  سټندرد ملي ادارې دفتر تخنیکی مرستیال مفتی محمد حامد ، د مالیې او ادارې مرستیال مولوی عطاالله فرید او د سټندرد ملي ادارې د اړونده ادارو رئیسانو ګډون کړی وو .

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د ترکمنستان سفیر ته د ښه والی په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړتیا ټینګار وکړ او  وویل : له نیکمرغه دواړه هیوادونه دوستانه اړیکې لري او موږ غواړو چې خپلې ښې اړیکې له تاسو سره پراخه کړو .

ښاغلي اویزوف د سټنډرډ ملي ادارې له دندو څخه مننه وکړه او له افغان حکومت سره یې د خپل هېواد د دوامداره همکاریو په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز دوی د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو همکاریو په موخه د ګډې ادارې پر جوړولو خبرې وکړې او د مسلکي او تخنیکي زده کړو په برخه کې یې د مهارتونو او پوهې پر تبادلې ټینګار وکړ.

په پاى کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو د دوام او د اړيکو د پراختيا ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومی رئیس د ترکمنستان له سفیر اویزوف سره ولیدل