له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

Moasaq_admin
Mon, Aug 08 2022 10:36 AM
له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تائید شوې.

له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى؛ له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي، چې د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي. د يادولو وړ ده چې ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.

Latest news

Sat, Jun 21 2025 12:30 PM
Background image

Extraordinary Session of the High Council of Standards Held; 57 Standards and Testing Methods Related to Petroleum Products Approved

24 Dhul-Hijjah 1446 AH

Today, an extraordinary session of the High Council of Standards was held under the chairmanship of H.E. Hajji Mullah Abdul Ghani Baradar, Economic Deputy of the. . .

BACK TO NEWS

له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه!