د سټنډرډ عالي شورا

د سټنډرډ عالي شورا په (۱۳۸۹) کال کې د سټنډرډ جوړونې د قانون د اتمې مادې له مخې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې را منځ ته شوه.

په (۱۳۹۰) کال کې د سټنډرډ جوړونې د نوي قانون له پاس کولو وروسته د سټنډرډ عالي شوری د مرستیال په توګه د سټنډرډ د ملي ادارې د رییس په غړیتوب، د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، د اقتصاد وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د مخابراتو وزارت، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت، د ټولګټو وزارت، د روغتیا وزارت، د سوداګریو او صنعایو وزارت او د ټرانسپورټ وزارت معینانو، د علومو اکاډمۍ عمومي رییس، د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، د کابل ښاروالي، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، د سوداګریزو خونو د مدېره هیئت رييس د غړو په توګه او د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د منشي په توګه د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال جلالتماب قانون پوه سرور دانش له خوا را منځ ته شوه او د سټنډرډ د قانون د نهمې مادې له مخې یې دې شورا ته لاندې دندې ورکړې.

  • د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي پالیسو او ستراتیژیو تصویب او د هغو له تطبیق څخه څارنه
  • د سټنډرډونو او ساختماني او نورمونو د ملي کوډونو تصویب
  • د تخنیکي مقرراتو طرح او تایید او د افغانستان اسلامي جمهوري کابینې ته د تصویب په موخه د هغو وړاندې کول
  • د سټنډرډ ملي ادارې د کلنیو پلانونو تصویب
  • د سټنډرډونو او ملي ساختماني کوډونو او د پلور وړ د نورو نشراتو د بیې تصویب
  • د اړونده طرزالعملونو او لایحو تصویب

د سټنډرډ عالي شورا