د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دوو ملي سټنډرډونو مسودې — د چای او قهوې سپینونکی مایع او فوري آش له هر اړخه تر تخنیکي بحث او ارزونې لاندې ونیول شول. د کمیټې غړو خپل تخصصي نظریات وړاندې کړل او د محتوا د ښه والي، کیفیت لوړولو او د سټنډرډونو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ددې ډول تخنیکي غونډو په جوړولو سره هڅه کوي چې د خوراکي توکو د محصولاتو د معیاريکولو زمینه پراخه کړي او د کیفیت د تأمین له لارې د ټولنې په روغتیا او خوندیتوب کې ارزښتناک رول ولوبوي.