د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په ګډون د دې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې تخنیکي غونډه کې، "د اوبولګولو پروژو لپاره له تصفیه شویو فاضله اوبو څخه د ګټې اخیستنې لارښود – دویمه برخه: د پروژې پراختیا او وده" سټنډرډ پر مسودې هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وشوه.
په دې برخه کې د ملي سټنډرډونو جوړول او پلي کول کولای شي د فاضله اوبو په مدیریت، د اوبو سرچینو د ککړتیا په کمولو او په ښارونو کې د ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې کلیدي رول ولوبوي.