د نساجۍ او چرم د سټنډرډونو د جوړولو په اړه تخنیکي غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۹
د نساجۍ او چرم د سټنډرډونو د جوړولو په اړه تخنیکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او چرم تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو په ګډون د دې ادارې په تخنیکي غونډو تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د "اوبدل شویو ټوکرانو د کړنو مشخصاتو" (چې تار او پود، کړۍ او جالۍ پکې شامل دي) سټنډرډ لومړنۍ مسوده، چې د پردو او کورنیو تزئیناتو لپاره کارول کیږي او د ASTM سټنډرډ جوړونې سازمان څخه اخیستل شوې، په هر اړخیزه توګه وڅېړل شوه.

له تخنیکي بحثونو او د اړینو او ګټورو بدلونونو له راوستلو وروسته، دا سټنډرډ د کمیټې د غړو په اتفاق سره وروستی شو.

دا سټنډرډ د شیشه‌اي ټوکرانو پرته، پر ټولو نورو ټوکرانو د تطبیق وړ دی.

د سټنډرډ ملي اداره په کلک هوډ سره د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړولو، د محصولاتو معیاري کولو او د مصرف کوونکو رضایت ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ستنډرډ ملي ادارې د پښتني بانک د ۸ عراده بیلابیلو وسایطو د مصرف نورم تثبیت کړ

د ستنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په. . .

BACK TO NEWS

د نساجۍ او چرم د سټنډرډونو د جوړولو په اړه تخنیکي غونډه جوړه شوه