د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه، د اړوندې کمیټې د مشر او غړو په شتون کې، د دغې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

 

پدې غونډه کې د فاضله اوبو د لېږد تجهیزاتو د سټنډرډ مسودې پر مهمو موضوعاتو او تخنیکي ټکو باندې بحث او نظرونه تبادله شول. دغه سټنډرډ د ودانیو او سایټونو لپاره د فاضله اوبو د لېږد تجهیزاتو (دریمه برخه: د محدودو کارونې لپاره د لېږد وسایل) ته ځانګړی شوی دی.

 

د فاضله اوبو د تصفیې موخه د چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی او ددې اوبو د بیا کارونې وړ ګرځول دي، چې پدې برخه کې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي میتودونه د زیان رسوونکو توکو د له‌منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

 

د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د چاپېریال سټنډرډونو د جوړونې او تطبیق له لارې د عامې روغتیا خوندیتوب او د هېواد د اوبو سرچینو ساتنه یقیني کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه، د اړوندې کمیټې د مشر او غړو په شتون کې، د دغې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

 

پدې غونډه کې د فاضله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او د غړو په ګډون ددې ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۳
Background image

په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د خلکو او سوداګرو د پوهاوي لپاره، د "د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو" تر عنوان لاندې یو کمپاین د کابل ښار د دولسمې ناحیې ارزان‌قیمت سیمه کې پیل کړ.

په دې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه