د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه، د اړوندې کمیټې د مشر او غړو په شتون کې، د دغې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

 

پدې غونډه کې د فاضله اوبو د لېږد تجهیزاتو د سټنډرډ مسودې پر مهمو موضوعاتو او تخنیکي ټکو باندې بحث او نظرونه تبادله شول. دغه سټنډرډ د ودانیو او سایټونو لپاره د فاضله اوبو د لېږد تجهیزاتو (دریمه برخه: د محدودو کارونې لپاره د لېږد وسایل) ته ځانګړی شوی دی.

 

د فاضله اوبو د تصفیې موخه د چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی او ددې اوبو د بیا کارونې وړ ګرځول دي، چې پدې برخه کې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي میتودونه د زیان رسوونکو توکو د له‌منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

 

د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د چاپېریال سټنډرډونو د جوړونې او تطبیق له لارې د عامې روغتیا خوندیتوب او د هېواد د اوبو سرچینو ساتنه یقیني کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او څرمنې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم د سټنډرډونو جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د سرچینو ښه مدیریت په پار، د برېښنا عمومي شرکت د (۵) اساسي ماشینونو نورم تثبیت کړ

د انساء ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، د تخنیکي ارزونو وروسته، د برېښنا شرکت د کش کیبل د (۵) پایه ماشینونو د سون توکو د مصرف معیارونه وټاکل.
 

ددې ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۰
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسه په روڼتیا او پرېکنده توګه مدیریت کړې ده

انسا ادارې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا، سلامتیا او د مصرفوونکو د حقونو د خونديتوب په موخه د وارداتي توکو د معیاري کولو لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې ترسره کړي دي. د هېواد د بندرونو د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه