د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۷
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم محمد آصف قانت، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس محترم شریف عظیمي او د دواړو لوریو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

دا ناسته د نوې کیدونکې انرژۍ د صنعت د ودې او ددې صنعت د تولیداتو او خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د ناستې په پیل کې، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: "موږ ټول باید په ګډه سره هڅه وکړو ترڅو افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لور یوسوو." هغه زیاته کړه: "زموږ ژمنتیا دا ده چې په هېواد کې د پرمختللو او عصري وسایلو کارول دود کړو او د بې‌کیفیته توکو له واردېدو مخنیوی وکړو." د انساء ادارې عمومي رئیس پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: "موږ هڅه کوو چې پرمختللي لابراتوارونه او غوره خدمات وړاندې کړو او ان‌شاءالله غوره پایلو ته به ورسېږو."

ورپسې، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس د هېواد په کچه د نوې کیدونکې انرژۍ د سرچینو د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له سټنډرډ ملي ادارې څخه یې د سټنډرډونو د تطبیق او د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه په افغانستان کې د سولر سیستمونو او تولیداتو د پراختیا یادونه وکړه او ددې برخې لپاره یې د سټنډرډونو جوړول یوه عاجله اړتیا وبلله.

ددې ناستې په ترڅ کې، د انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې د لا زیاتو پانګونو، غوره ستراتیژیو، د ستونزو د حل او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث وشو.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د پخواني هوکړه لیک پر بنسټ، د یو نوي هوکړه لیک مسوده چمتو او د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک لپاره راتلونکې ناستې تنظیم شي.

نوې کیدونکې انرژي د افغانستان لپاره یوه نوې هیله ګڼل کېږي. د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې هېواد په پرمختللو امکاناتو سمبال کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د سرچینو د غوره مدیریت په پار د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د یو شمېر وسایطو نورم وټاکه

د انسا ادارې د نورم د تثبیت کولو تخنیکي ټیم، تر تخنیکي ارزونو وروسته، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د (۳۰) وسایطو د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. تثبیت شوي نورمونه کولای شي د سرچینو غوره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو اړوند غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه د اړوند کمیټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې په تخنیکي تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د (ASTM E1212:2017) سټن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم محمد آصف قانت، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس محترم شریف عظیمي او د دواړو. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه