د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه په دوامداره توګه جریان لري
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست (3) وسایطو او د ارزاق امارتي شرکت د (1) باروړونکي موټر د سون توکو د لګښت معیارونه وټاکل. ددې ادارې د نورم د تثبیت امریت تخنیکي او فني مسئولین په پرلهپسې ډول هڅه کوي چې د وسایطو، تجهیزاتو، ماشینونو او بېلابېلو وسایلو د سون توکو د مصرف دقیق معیارونه تثبیت کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د هېواد په مالي او اقتصادي سرچینو کې د ضایعاتو مخنیوي او مؤثرې استفادې لپاره خورا ارزښت لري.
- د مصرفي نورمونو تثبیت؛
- د معیاري کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام