د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.
د سټنډرډ ملي ادارې د پیمان په نامه د بطریو د تولید له یو خصوصي شرکت څخه چې د کابل- جلال آباد لوې لارې، د پلچرخي صنعتي پارکونو، د کابل پکتیا کوټ کې واقع دی تر څارنې لاندې ونیو. دا پروسه د سټنډرډونو د تطبیق، د کیفیت ملي بنسټونو د پياوړتیا او د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په موخه ترسره کیږي، چې په دوامداره توګه به دوام ولري.
د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې هیئت د مطابقت او ارزونې ریاست، د کیفي تصدیق پاڼو ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او ترویجولو ریاست څخه جوړ دی چې د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو تطبیق یې تر څارنې لاندې ونیو.