د سټنډرډ ملي ادارې (ANSA) د اسلامي هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ (SMIIC) د مشرتابه په غونډه او عمومي ناسته کې ګډون وکړ.
د اسلامی هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ (SMIIC) ۲۶ مه بورډ ناسته او د هغې ۱۸ مه عمومي ناسته د اکتوبر له ۳۱ مه څخه تر نوامبر ۱ پورې په سعودي (عربستان) کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو او ساختماني کوډونو تدوین چارو رئیس مولوی محمد حنیف (کڅوي) ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو هم برخه اخېستې وه، چې موخه یې په اسلامي هېوادونو کې د کیفیت لرونکي زېربناوو،پراختیا او د مسلکي ظرفیتونو لوړول دی.