د خوراکي مالګې ملي سټنډرډ -- ستاسو بدني روغتیا او وده تضمینوي

د سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې لپاره د سالم چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
د خوراکي مالګې د مشخصاتو ملي معیار د اړوندې تخنیکي کمیټې لخوا د سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو سره سم او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.
لوړ کیفیت لرونکي مالګه ستاسو د بدني او روحي روغتیا او وده تضمینوي او تاسو د مختلفو ناروغیو څخه ساتي.
د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د معیاري کېدو په برخه کې لا ډېر کوټلي ګامونه پورته کړي او دا ملي پروسه په پوره دقت او روڼتیا سره هېواد د ودې او پرمختګ پر روښانه لار پر مخ وړي.