په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د نساجۍ او پشم په سټنډرډونو باندې غونډه جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او پشم معیارونو د لوړولو تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ادارې سټنډرډونو ریاست په غونډو په تالار کې د کميټې د رئیس ,غړو او اړونده څانګو مسلکي کارپوهانو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د نساجۍ او پشم سټنډرډونو د مسودې په اړه ( نساجۍ، پشم، د فیصدي ټاکل، د مایکروسکوپ په واسطه ) او د راتلونکي لپاره کمیټې د کاري پلان په اړه هر اړخیز او تخنیکي بحثونه وشول. د پشم او نساجۍ سټنډرډونه د خورا مهم معیارونو څخه دي چې په نړیوالو بازرونو کې ځانته ارزښت لري.