په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین په تړاو غونډه جوړه شوه

یکشنبه ۱۳۹۸/ لیندۍ/۱۷
په سټنډرډ ملي اداره( انسا) کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د پیل شوي کمپاین اړوند غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، رییسانو او د دغې ادارې لسګونه کارکوونکو برخه درلوده.
په دغه غونډه کې ښاغلي احسان جلالزي د ښځو د حقونو په تړاو و ویل چې ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره تر بل هر چا خپله دوی ښه رول لوبولی شي. د هغه په وینا چې ښځې باید صحنې ته را ووځي او د خپلو حقونو د دفاع لپاره مبارزه وکړي.
د انسا ادارې د بشري سرچینو رییسې انوشې بارکزۍ د ښځو د تاوتریخوالي په تړاو و ویل چې په هېواد کې لا هم د تاوتریخوالي کچه زیاته ده او د دې د له منځه وړلو لپاره نارینه او ښځینه دواړه مسوولیت لري.
د دې ترڅنګ یو شمېر نورو ویناوالاو هم د تاوتریخوالي اړوند خبرې وکړې او د ښځو د حقونو په ترلاسه کولو او د تاوتریخوالي په له منځه وړلو یې تمرکز وښود.
دغه کمپاین چې د لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوی و، موخه یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي.