په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال سټنډرډونو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

ihsan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۲
په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال سټنډرډونو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې اړوند تخینکي کمېټه ددې کمېټې د رئیس او غړو په ګډون د تخنیکي غونډه په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د فاضله اوبو د تصفیه خونو د مسودې په ۱۶ برخه: د فزیکي فلتریشن (میخانیکي) اړوند تخینکي بحثونه او دې ته ورته موضوعاتو اړوند د نظرونو تبادله وشوه. 
د فاضله اوبو د تصفیه موخه د هغو موادو جلا کول دي چې بیاځلې یې د کارونې وړ ګرځي، ترڅو د چاپیریال د اوبو سرچینو ته زیان ونه رسوي. هغه مواد چې معمولا باید له فاضله اوبو څخه جلا شي تعلیق شوي او شناور مواد، کلوئیدي مواد او محلولونه دي.
چې ددې موادو د لرې کولو لپاره د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي عملیو څخه کار اخیستل کیږي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال سټنډرډونو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه