په بندرونو کې سټنډرډ ملي ادارې د کلک څار په ترڅ کې د بې کیفیته نفتي توکو مخه نیولې ده
د سټندرد ملي اداره د خپلو ګرانو هیواد والو د روغتیا ، خوندیتوب او ګټو د تامین په موخه د نفتي توکو څخه کلک څار لري او په اساس به هیڅ نوعه بې کیفیته نفتي توکو ته د هیواد د داخلیدو اجازه ورنه کړي ، چې ښه بیلګه یې د تلې ( میزان) په میاشت کې د یوه بندر ( فراه میل 78) له لارې د راتلونکو (1128) ټانکرونو کیفیت ارزونه ده .