له یو شمېر قراردادي کمپنیو سره ګډه ناسته ترسره شوه.
دوشنبه
۱۳۹۹/۶/۷
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ له یو شمېر کمپنیو سره ګډه ناسته ترسره شوه چې د یادو کمپنیو د چارو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو.
د دې ترڅنګ د قرارداد د شرایطو له مخې د پروژو د تطبیق څرنګوالی او هغه کمپنۍ چې له انسا ادارې سره یې قرارداد درلود او خپل حسابونه یې نه دي تصفیه کړي او یا هم د انسا ادارې پاتې حساب یې نه دی ادا کړی، د بحث مهم ټکي وو.
په دغه غونډه کې د هغو کمپنیو لپاره ضرب العجل وټاکل شو چې د انسا ادارې پوروړې دي او یا یې هم خپل حسابونه نه دي تصفیه کړي.