د ګاډر سټنډرډ مسودې په اړه تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ساختماني موادو د معیارونو د لوړولو د تخنیکي کمېټې غونډه د دې ادارې او اړوندو ادارو د مسوولینو او د بېلابېلو څانګو د استادانو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د ګاډر سټنډرډ مسودې په اړه تخنیکي بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه او د تولید شوي فلزي محصولاتو او پورټلینډ سمنټو د ازموینې میتود په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.