د څښاک اوبو ملي سټنډرډ -- ستاسو جسمي او روحي روغتیا لامیل ګرځي

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۹:۰
د څښاک اوبو ملي سټنډرډ -- ستاسو جسمي او روحي روغتیا لامیل ګرځي

د سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې لپاره د سالم چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
د څښاک اوبو ملي سټنډرډ د مشخصاتو ملي معیار د اړوندې تخنیکي کمیټې لخوا د سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو سره سم او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.
لوړ کیفیت لرونکي د څښاک اوبو ستاسو د جسمي او روحي روغتیا او وده تضمینوي او تاسو د مختلفو ناروغیو څخه ساتي.
د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د معیاري کېدو په برخه کې لا ډېر کوټلي ګامونه پورته کړي او دا ملي پروسه په پوره دقت او روڼتیا سره هېواد د ودې او پرمختګ پر روښانه لار پر مخ وړي.
نوټ: سټنډرډ جوړونه د سټنډرډ ملي ادارې لخوا ---- تطبیق یې د خوړو او درملو ملي ادارې لخوا

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

BACK TO NEWS

د څښاک اوبو ملي سټنډرډ -- ستاسو جسمي او روحي روغتیا لامیل ګرځي