د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په قاطع او کره توګه د هېواد په بندرونو کې روانه ده
د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او هڅه کوي چې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د لګښت کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.
د روان کال د تلې (میزان) په میاشت کې د هېواد د (۶) بندرونو له لارې لکه فراه ٧٨ میل، هرات، حیرتان، آقینه، غلام خان او تورخم په ټولیزه توګه (۸۲۱۹) محمولې ودانیز توکي چې وزن یې (۳۲۷۳۰۳.۰۳۶) ټنه کیږي او (۴۹۵) محمولې پي وي سي، کاشي او ایزوګام چې وزن یې (۹۰۳۱۷۲.۲۹) متراژه کیږي تثبیت کیفیت شوي دي.