د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په قاطع او کره توګه د هېواد په بندرونو کې روانه ده
د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او هڅه کوي چې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د لګښت کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.
د روان کال د وږې (سنبلې) په میاشت کې د هېواد په (۶) لکه فراه ٧٨ میل، هرات، حیرتان، آقینه، غلام خان او تورخم بندرونو له لارې په ټولیزه توګه (۶۲۷۸) محمولې ودانیز توکي چې وزن یې (۲۴۸۴۳۹.۲۴۳) ټنه کیږي او (۳۷۷) محمولې پي وي سي، کاشي او ایزوګام چې وزن یې (٧٨١٧٨٤) متراژه کیږي تثبیت کیفیت شوي دي.