د نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۳
د نفتي توکو د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

دا چې د چاپېریال ککړتیا د انسان ژوند ګواښي او یو سبب یې د بې کیفیته نفتي توکو کارونه ده، پر دې بنسټ سټنډرډ ملي اداره د نفتي توکو ټولو سوداګرو ته خبر ورکوي؛ څو هېواد ته د بې کیفته نفتي توکو له ټوریډ څخه ډډه وکړي.

د ا.ا.ا کابینې د پرېکړې پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادارې رهبري د هېوادوالو روغتیا ته په پام، د چاپېریال ساتنې او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره د مبارزې پر بنسټ مصممه ده، څو د ټولو هغو بې کیفته نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د واردولو مخنیوی وکړي چې چاپېریال ککړوي او د ښاریانو پر روغتیا منفي اغېزه کوي.

د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي. په هغه صورت کې چې سوداګر د بې کیفته توکو د واردولو هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

سوداګر باید د پټرولو جبري سټنډرډ لږ تر لږه د سټنډرډ په (A-80)مارک، د ډیزل تېلو سټنډرډ په (50-0.5L ) مارک لرلو او همدارنګه اوبلن ګاز د کلني څپرکیو (ژمني او اوړي) د سټنډرډونو سره سم د بیوتان او پروپان ترکیب په پام کې نیولو سره مراعات کړي او اختیاري سټنډرډونه د سوداګرو په هڅو پورې تړلي دي.

ټول محترم سوداګر کولای شي د لاندې لینک له لارې هغه سټنډرډونه ترلاسه کړي چې پر بنسټ یې یاد توکي وارد کړي.

 

د پټرول تېلو د سټنډرډونو لینک

د ډیزل تېلو د سټنډرډونو لینک

د اوبلن ګاز د سټنډرډونو لینک

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او څرمنې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم د سټنډرډونو جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د لاندې. . .

BACK TO NEWS

د نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!