د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم پیغام د کابل پوهنتون محصیلنو او د هیواد علمي کدرونو ته

الحمدالله یقینا د خوشحالی ځای دی چې د یو سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندې په مامونه فضاء او ماحول کې د خپل ګران هیواد په یو ستر علمي مرکز کې ددې هیواد د سترو قدرونو او علمي شخصیتونو سره په یو داسي پروګرام کې برخوال یم چې د هیواد د ترقۍ او آبادۍ څرګندونه راته کوي .
لله الحمد چې هیواد مو یوځل بیا د زیاتو اوږدو تاریکیو او ناخوالو تیرولو او زغملو وروسته د آبادۍ، ترقۍ لور ته روان دی .
لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د خپل ولس ،علمي کدرونو سره نږدې پاتې کیدل، په چارو کې د هغوی مشورې او نظرونه اخیستل ، ټینګې اړیکې رامنځته کول د قوي نظامونو د خصلیتونو څخه شمیرل کیږی په همدې اساس موږ هم غواړو خپل علمي کدرونه او ولس ځانته او ځانونه هغوی ته نږدې کړو دوی ته خپل فعالیتونه او اهداف روښانه کړو.
اعتماد او نظرونه یې ترلاسه کړو او اطمینان ورکړو دا هر څه تر پوره پېژندګلوي وروسته کیدلای سي چې په پار یې دا ننی پروګرام دائر سوی دی .
نن ورځ به تاسو ته د سټنډرډ ملي ادارې معرفت، اهداف او کاري چاپیریال واضح سي .
الله تعالی دې دنیا او آخرت سعادتونه تاسو ته په برخه کړي
والسلام