د سټنډرډ ملي ادارې کې د چاپیریال د معیارونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریالي معیارونو د پراختیا د تخنیکي کمیټې غونډه د ملي معیارونو او ساختماني کوډونو د پراختیا د رئیس مولوي محمد حنیف په ګډون په تخنیکي تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د فاضله اوبو د تصفیې د فابریکې د نهمې برخې د خځلو د ذخیره کولو طرحې د کمیټې د غړو له خوا مطرح شوې.