د سټنډرډ ملي ادارې پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو ته د ملي ساختماني کوډونو د وېش بهیر پیل کړ
د سټنډرډونو او کوډونو د ودې، پلي کولو او اغېزمنې استفادې په موخه د سټنډرډ ملي ادارې په پوهنتونونو او نورو علمي بنسټونو کې د وېش لړۍ پيل کړه. په لومړي ګام کې د سټنډرډ ملي ادارې دغه بهیر د کابل پولیتخنیک پوهنتون، کابل پوهنتون، افغان نړیوال پوهنتون، دویم تخنیکي انستیتیوت او د ساختماني او جیوډیسي صنعت له ملي انسټیټیوټ څخه پیل کړ او په رسمي ډول یې یاد کوډونه دوی ته ورکړل.