د سټنډرډ ملي ادارې د یو شمېر تخنیکي خالي بستونو رقابتي ازموینې واخیستل شوه
د سټنډرډ ملي ادارې نفتي موادو د لابراتوارونو ټکنیشنانو د پنځو خالي بستونو کې د کار غوښتونکو رقابتي ازموینه واخیستل شوه. دغه ازموينه د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال مولوي محمد اصف قانت، د دې ادارې د ولایتي چارو رئيس مولوي احمد الغازي او د بشري سرچينو د استازو په ګډون په اداره کې په شفاف ډول واخیستل شوه.