د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو د لابراتوار تخنیکرانو د یو شمیر خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو د لابراتوار د پنځو خالي بستونو د رقابتي ازموينې بهير له لسګونو تنو څخه چې د دې بست لپاره وړ و، واخیستل شوه. په دې پروسه کې سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، او اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازي ګډون کړی و.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د پروسې د بشپړ شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ د سټنډرډ ملي اداره د یوې سالمې او تخنیکي څانګې د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي چې چارې وړ ، ژمن او صادق کسانو ته وسپاري.