د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۴۵
د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د یادې کمیټې رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې تخنیکي تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پیټرولي انجنونو د غوړیو لپاره د ملي سټنډرډ (INSO 22261-96) د جوړونې او وروستي کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. دغه سټنډرډ چې د ایران د سټنډرډ ملي سازمان د ۲۰۱۷ کال نسخې څخه اقتباس شوی دی، د علمي او تخنیکي څېړنو او اړوند ازموینو له مخې تایید او نهايي شو.

یاد سټنډرډ چې له نړیوالو سټنډرډونو سره په همغږۍ کې دی، د نفتو او ترانسپورت په صنعت کې د یو تخنیکي او معتبر سرچینې په توګه کارول کېږي. موخه یې د انجنونو کیفیت او فعالیت ښه کول، د انجنونو عمر زیاتول، د ساتنې لګښتونه کمول او د چاپېریالي ککړتیاوو کمول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ستنډرډ ملي ادارې د پښتني بانک د ۸ عراده بیلابیلو وسایطو د مصرف نورم تثبیت کړ

د ستنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه