د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې ریاست د نفتي توکو ټانکونو، د پلور مرکزونو او د نفتي توکو زېرمو څارنې دويم پړاو د پيل لپاره لازم چمتووالى نيولى دى.
غونډه چې د سټنډرډ ملي ادارې په مطابقت او ارزونې ریاست کې د پمپ سټېشنونو او د تېلو د زېرمو د څارنې دویم پړاو د پیل په موخه جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور , لابراتوارونو آمر ملا زبیر سعد ګډون په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو ګډون کړی و. دغه غونډه د نفتي توکو د معیاري کولو او د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته نفتي توکو د پلور د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه. د غونډې په دوام کې پرېکړه وشوه، چې د څارنې بهیر دې ژر تر ژره د یوه شفاف میکانیزم او عملیاتي پلان له مخې له اصولو او قوانینو سره سم پیل شي.