د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۷:۵۳
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.

۲۱/ وری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ جوړه شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او اړوندو مسوولینو په کې برخه درلوده.

په غونډه کې د روان مالي کال پر پروژ، عوایدو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو. ښاغلي احمدزي د پروژو پر ژر عملي کېدلو ټینګار وکړ او د دې ترڅنګ یې په دې برخه کې د لا چټکیا سپارښتنه وکړه.

د غونډې په جریان کې اړوندو مسوولینو د تېرې یوې اونۍ کاري راپورونه وړاندې کړل او د مشرتابه پلاوي له لوري یې تر اورېدو وروسته په اداره کې د چارو د لا غوراوي او انسجام په موخه جدي او سالمې سپارښتنې ترلاسه کړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۲۸
Background image

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته ترسره شوه.

۲۲/ وری/۱۴۰۰

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته د دې ادارې د مطاقت ارزونې د رییس همت الله وزیري په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د مالیې، کرهڼې او مالدارۍ، سوداګرۍ او. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې له څانګې لیدنه وکړه.

۱۹/ وری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلی مطیع الله ځلاند ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ادارې له ولایتي څانګې لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۷:۵۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.

۲۱/ وری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ جوړه شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او اړوندو مسوولینو په کې برخه. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.