د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۳:۲۹
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

۹/زمری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل په مشرۍ جوړه شوه چې عمومي رییسانو، سلاکارانو او د اړونده برخو مسوولینو په کې برخه لرله.

ښاغلي زیارمل د چارو د راپورونو تر اورېدلو وروسته په لا زیات کاري تحرک او د شعبو تر منځ په زیاتې پیاوړتیا او همغږۍ ټینګار وکړ. هغه و ویل مونږ اړتیاو ته د لازمې لاس رسۍ، د موجوده خلاو له منځه وړلو او په هېواد کې د تولیدي او صنعتي شرکتونو له مخینو څخه په ګټه اخیستنې برخه کې له خصوصي سکټور سره دوامداره مشارکت او همکارۍ ته متعهد یو. نوموړي زیاته کړه د قانون پر بنسټ د سټنډرډونو پر پلي کولو څار د انسا مسوولیت دی او مونږ له خصوصي سکټور سره د مشترکو همکاریو د روحیې پیاوړي کولو په لټه کې یو او مونږ په رښتینې توګه د کیفیت ملي بنسټ د پیاوړتیا او د چوپړتیاو د وړاندې کولو لپاره باید مسوولانه هڅه وکړو.

په همدې توګه د غونډې له اجنډا سره سم د اداري چارو د برښنایي کولو، د سټنډرډ نښان طرحه او ډیزاین، د پیریدونکو د چوپړتیاو د مرکز ایجاد، له بهرنیو هېوادونو د سټنډرډ ادارو سره د انسا د اړیکو پیاوړتیا، د چوپړتیاو د وړاندې کولو غوره والی، د پوهنتونونو زده کړیالانو ته د زده کړیزو پروګرامونو برابرول، د هرې برخې د دندو تفکیک او یو شمېر نورو مهمو مواردو بحث ترسره شو.

په همدې توګه پرېکړه وشوه، څو د ښارونو په مرکزونو کې د سټنډرډ د چوپړتیاو او د ټوریډو توکو د کیفیت کنټرول په برخه کې د وضعیت د نورمال حالت تر واقع کېدلو پورې خپلو چوپړتیاو وړاندې کولو ته دوام وکړي. دغه راز د پرېکړه لیکونو د نهایي کېدلو او نورو چارو لپاره مشخصې کمېټې جوړې شوې.

د غونډې په پای کې د انسا ادارې لوی رییس په حساب ورکولو کې د شفافیت پر تطبیق ټینګار وکړ او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.