د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۲:۱۳
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

۴/ سلواغه/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه جوړه شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او نورو اړونده مسوولینو په کې برخه درلوده.

په غونډه کې ښاغلي احمدزي د تېرې یوې اونۍ پر ترسره شوو چارو او فعالیتونو خبرې وکړې او د مټرولوژۍ او کیفی تصدیق پاڼو د طرزالعملونو پر نهايي کېدو یې ټینګار وکړ. دغه راز پر یو شمېر مهمو مواردو بحث وشو چې له سعودي عربستان، ایران، ازبکستان او ترکیې سره د یو شمېر هوکړه لیکنو پر کولو خبرې اترې د دغه بحث یوه برخه وه.

د غونډې په اوږدو کې ګډونوالو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو او ترسره شوو چارو راپور وړاندې کړ چې د ښاغلي احمدزي له خوا یې چارې و ارزول شوې او د چارو او فعالیتونو د لا غوراوي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

یکشنبه

۱۰/ کب/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یوې غونډې په لړ کې ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه.

۲ وری ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه چې د ادارې مرستیال، سلاکارانو، رییسانو او د بېلا بېلو برخو اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

په. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې او فنټم عملیاتي شرکت تر منځ هوکړه لاسلیک شو.

۳۰ سلواغې ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې او فنټم عملیاتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شو. فنټم چې یو نړیوال شرکت دی، د اداري چارو د چټکیا او شفافیت په موخه پر ډیجیټل حکومتولۍ کار کوي. د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.