د سټنډرډ ملي ادارې دکيفې تصديق نامو د صدور رياست اړوند درې خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
د سټنډرډ ملي ادارې د کيفي تصديق نامو د صدور رياست د درې خالي بستونو په رقابتي ازموينې کې لسګونو تنو کار غوښتونکو، چې د دې بست لپاره وړ و، ګډون کړی و. په یاده پروسه کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف(قانت)، د کيفې تصديق نامو د صدور رياست رئیس مفتي محمد (حامد) ،د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازو او د دي اداري د بشري سرچينو مسؤلینو شتون درلود.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال د پروسې د بشپړ شفافیت په اړه د ازموينې ګډونوالو ته اطمینان ورکړ او ویې ویل؛ چې د سټنډرډ ملي اداره یوه تخنیکي اداره ده، هڅه کوي خپلو موخو اهدافو ته د ښه رسيدو په مورد ژمن او صادق کسان په دندو وګماري.