د سټنډرډ ملي اداره په ټول هیواد کې د تیلو په سوداګرۍ کې د فساد او خیانت د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري
د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په کابل کې د تیلو د ټانکونو د تفتیش او څارنې پروسه په هیواد کې د تیلو د قاچاق وړونکو او مافیا په وړاندې د حکومت د ژمنتیا او ایماندارۍ یوه بیلګه ده.
له نېکه مرغه په تېرو دوو ورځو کې لسګونه د تېلو ټانکونه، زېرمې او د تېلو د خرڅلاو مرکزونه چې د هېواد په بازارونو کې به یې بې کيفيته تېل پلورل، تړل شوي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.