د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۴۸
د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي انجنیر ذبیح الله زیارمل د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس ښاغلي شیرباز کمین زاده سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د دواړو لور د اړوند برخو مسوولینو هم ګډون درلود.

ښاغلي زیارمل په هېواد کې یوه صنعتي انقلاب ته د رسېدلو لپاره په افغاني تولیداتو او صنایعو په برخه کې د سټنډرډونو کارول حیاتي وکڼل او په وینا یې په داخلي تولیداتو او محصولاتو کې د سټنډرډونو پلي کول د معیار جوړونې او د ملي او نړیوال اعتبار د لاسته راوړلو لپاره حتمي او اړین دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې انسا د ادارې په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړې توګه د توکو د کیفیت د ازمېیښت لابراټوارونه خصوصي سکټور ته فرصتونه برابروي او د یوې ګډې ژبې د ایجاد لپاره متداومې او واضیح همکارۍ ته ژمنه ده.

ښاغلي کمین زاده له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه د انسا ادارې له پروګرامونو څخه مننه وکړه او ښاغلي زیامل ته یې په چارو کې د لا پرمختګ او بریا هیله وکړه. هغه همدارنګه و ویل چې د صنایع او کانونو خونې ډیری چارې له انسا ادارې سره تړلې دي.

په پای کې دواړو لورو د همکارۍ هوکړه لیکونو پر کولو توافق وکړ او دغه راز دواړو لورو د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

BACK TO NEWS

د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.