د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر خالي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې په کره او منظمه توګه واخیستل شوه، پدې آزموینه کې د ستنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت، د ملي ستنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس محترم مولوي محمد حنیف، د کارکوونکو چارو امر، د اداري اصلاحاتو کمیسیون استازي او د اړوندو څانګو مسؤلینو ګډون درلود.
په دې پروسه کې لسګونه تنو په شرایطو برابرو کار غوښتونکو د شپږو مسلکي بستونو لپاره د ملي ستنډرډونو د تطبیق د څارنې کارپوهان، د ملي ستنډرډونو د تدوین کارپوهان او د برېښنا لابراتوار تخنیکران شامل و، له یو بل سره سیالي وکړه.
د افغانستان ستنډرډ ملي اداره تل د وړو کسانو ګمارنې، کره والي او د هېواد د مسلکي ځواک لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته ژمنه ده او د کارکوونکو د جذب بهیر به د آزادې سیالۍ او مسلکي معیارونو پر بنسټ دوام ولري.