د ستندرد ملي ادارې او د ازبکستان هېواد ترمنځ په انلاین ډول غونډه ترسره شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۲:۱۳
د ستندرد ملي ادارې او د ازبکستان هېواد ترمنځ په انلاین ډول غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان هېواد تر منځ د انلاین دوه اړخیزه سوداګرۍ د ښه والي په برخه کې د لازمو همکاریو او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه وشوه. 
په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د ازبکستان جمهوریت د نفتو او ګازو د سوداګرۍ بورد لومړي مرستیال علي رضایوف،  د سوداګرۍ وزارت د نفتو په چارو کې سلاکار او د صنایعو خونې او د اړوندو ادارو مسوولینو ګډون کړی و.
لومړی د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپلو خبرو کې زیاته کړه:
خير الناس من ينفع الناس کما قال رسول الله صلی الله عليه وسلم.
ژباړه: بهتر د خلکو هغه څوک دي چي خلکو ته خير او ګټه ورسوي.

د هر څه د مخکې تاسو محترمو همکارانو او په ننۍ غونډه کې ګډونکوونکو ته نيکي هيلي او احترامات وړاندې کوم.
او په دوهم قدم کې د ازبکستان او افغانستان د‌محترمو خارجه وزارتونو څخه مننه چي د تکلیفونو په ګاللو او وخت مصرفولو سره زموږ او ستاسو ترمنځ ارتباطي پل جوړ شوه او يو د بل سره يي مواجه کړو.
خوښ یو چي د ازبکستان غوندي يو ښه همسایه ګاونډی هېواد لرو چي د زياتي مودې راهيسي يي ښې او هر اړخيزه اړيکې راسره پاللې دي په هر وخت کي يې زموږ د هيواد او خلکو سره په‌ هره اړينه برخه کې حد الامکان همکاري کړې ده.
د خوښې ځای دی چی نن موږ او تاسو په انلاين کنفرانس کې سره يو ځای يو او کوشش کوو چي ورته غونډو ته په اینده کې هم دوام ورکړو.
تل هڅه کوو چي روان تجارتي معاملات نور هم د سټنډرډونو په پام کې نيولو سره پراخ کړو او هغوی ته ادامه ورکړو .
نور خپلي خبري دلته پای ته رسوم ، تاسو ته وخت درکوم تر څو موضوعات مو شريک کړی او هغوی ته د دواړو هېوادونو او ولسونو د‌ کټو په پام کي نيولو سره د‌حل لاره ومومو.
 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتو په چارو کې سلاکار عزیزالله امین وویل؛ د سوداګرۍ وزارت چمتو دی چې له ټولو سوداګرو سره هر اړخیزه همکاري او هر اړخیز ملاتړ وکړي او د ملي معیارونو سره سم په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لازمو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو او د ښو دوه اړخیزو اړیکو د تامین په اړه هراړخیزې او تخنیکي خبرې وشوې. په پاى کې د  سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال وويل: موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړو او د ملي او نړيوالو نورمونو او معيارونو په پام کې نيولو سره د لازمو سوداګريزو اسانتياوو د رامنځته کولو او د پرمختګ او سوکالۍ په لټه کې يو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز. . .

BACK TO NEWS

د ستندرد ملي ادارې او د ازبکستان هېواد ترمنځ په انلاین ډول غونډه ترسره شوه