د روغتیايي سټنډرډونو او طبي وسایلو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د تخنیکي کمیټې غونډه د ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد اصف قانت او د کمیټې رئیس محترم میرزا محمد ایوبي په ګډون جوړه شوه. د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت د کمیټې په اهمیت او د طبي وسایلو د معیارونو د جوړولو د جدي اړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د معیاري کولو په اړه د چمتو شوي پریزنټشن په دوام کې، د تخنیکي کمیټې د کلني پلان په اړه تخنیکي بحثونه او د نظرونو تبادله ترسره شوه، د طبي وسایلو لپاره د ضد رنګ طبی فولادي ستنې ټیوب جوړولو لومړیتوب او معیاري کولو په اړه خبرې او تبادل نظر ترسره شو.