د حلالو خوړو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه
د حلالو سټنډرډونو اړوند د تخنیکي کمېټې غونډه د سټنډرډونو او ملي ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو د رئیس مولوي محمد حنیف،همدغه راز د یادې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د حلال خوراکي توکو د سټنډرډونو په اړه د نظر نوي کیدو د مسودې د وروستي کولو او نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او د نظرونه تبادله وشوه.
دا سټنډرډ اساسي اړتیاوې راپېژني چې باید د خوراکي توکو په ځنځیري مرحلو کې (له خامو توکو تر وروستي محصول) د تولید، پروسس، توزیع، زیرمه کولو، د خوارکي توکو ځای په ځای کولو او د محصول د جوړونکو توکو له تولید څخه د خوراکي توکو تر مصرف پورې ټولې مرحلې پکې شاملې دي، چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې باید رعایت شي.